IQNA

د اسلامی انقلاب معظم  لارښود د خدمت د شهیدانو د جنازې لمونځ اقامه کړ

9:53 - May 22, 2024
د خبر لمبر: 3489261
ایکنا -حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د لمانځه له اقامې وروسته  د ایران د اسلامی جمهوریت له شهید ولسمشر  او ورسره ملګرو سره ئې خداي په آماني وکړه.

  ایکنانیوز راپور راکوي،حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن نهه بجې د تهران پوهنتون  د جمعې لمانځه په مصلی کې د لکونو خلکو په شتون سره د  خدمت د شهیدانو، خادم الرضا سید ابراهیم رئیسي ،حسین امیر عبداللهیان او ورسره د شهیدو ملګرو پر پاکو جنازو  لمونځ ادا کړ.

 حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي له لمانځه قایمولو وروسته  د ایران د اسلامی جمهوریت له شهید ولسمشر  او ورسره ملګرو سره ئې خداي په آماني وکړه.

رهبر معظم انقلاب بر پیکر شهید جمهور و هیئت همراه ایشان نماز اقامه کردند

په راپور کې وئيل شوي چې په دغو دستورو کې پر لکونو خلکو سربیره د بهرنیو هیوادونو په لسګونو مشران او لوړپوړي چارواکي او د مقاومتی چورلیز مشرانو هم ګډون درلود. د جنازې لمانځه له ادا کیدا وروسته د تهران  میلیوني لاریون کونکو د خپلو شهیدانو د بدرګې  لپاره  د یاحسین یاحسین  لبیک یا حسین  په شعارونو سره د پاکو جنازو د بدرګې لپاره  د اسلامی انقلاب له چوکه د آزادۍ تر چوک  پورې لاریون پیل کړ او شهادت شهادت  او تسلیّت تسلیّت شعارونه ئې پورته کړل.

همداراز په راپور کې  وئيل شوي دي چې ددغو پاکو شهیدانو جنازې مشهد مقدس ته منتقلیږي او سبا به  حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم شاوخوا کې خاورو ته وسپارل شي.

شهادت  مو مبارک شه.

https://iqna.ir/fa/news/4217653

captcha